پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
پاکستاني چارواکي د اشغال شوي کشمیر د ازادولو پرځای په افغانستان کې د امریکایي ګټو د خوندي کولو لپاره هڅې کوي
بسم الله الرحمن الرحيم
پاکستاني چارواکي د اشغال شوي کشمیر د ازادولو پرځای په افغانستان کې د امریکایي ګټو د خوندي کولو لپاره هڅې کوي

خبر

د ۲۰۲۰م د جون په ۹مه د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاوېد قمر باجوه، کابل ته خپل رسمي سفر اعلان کړ، تر څو له افغان مشرانو سره په افغاني سوله خبرې وکړي. په کابل کې د پاکستان سفارت په خپله ټویټر پاڼه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د باجوه او ولسمشر اشرف غني د خبرو اترو عکس خپور کړ. د پوځ مشر، د کورنیو استخباراتو مشر جنرال فیض او په افغانستان کې د پاکستان نوی ټاکل شوی پلاوی محمد صدیق کابل ته راغلي وو.

تبصره

د پاکستان پوځ مشر دوې ورځې وروسته له هغې افغانستان ته راغی، چې د ۲۰۲۰م د جون په ۷مه د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې له جنرال باجوه او د کورنیو استخباراتو له مشر سره وکتل. باوري خبره دا ده چې افغانستان ته د جنرال باجوه سفر په افغانستان کې د امریکا د ستونزو د حل لپاره هڅه وه، تر څو بین الافغاني خبرو ته لاره هواره کړي. خلیلزاد وروسته له هغې چې د ۲۰۲۰ د جون په ۴مه یې په دوحه کې د طالبانو له سیاسي مشر ملا عبدالغني برادر سره وکتل، اسلام اباد ته ولاړ. د طالبانو د ویاند په خبره: «په دغو خبرو کې د بندیانو په سمدستي ازادولو، بین الافغاني خبرو پیل او د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې هوکړې پر عملي کولو باندې بحث وشو.»

له یادو څرګندونو ښکاري چې د سولې تش په نامه پروسه کې دومره پرمختګ نه لیدل کېږي، څومره چې امریکا سخته اړتیا ورته لري. د دواړو طرفونو تر منځ د بندیانو تبادله د بین الافغاني خبرو د پیل په موخه وشوه. دغه توافق د فبرورۍ په ۲۹مه لاسلیک شو. د مارچ تر ۱۰مې باید د هوکړې ټول بندیان خوشې او بین الافغاني خبرې پیل شوې وای. د خلیزاد او باجوه له پرله پسې لیدنو ښکاري چې امریکا د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره سخته اړتیا لري. د ټرامپ لپاره د امریکا د ټاکنو کال په داسې حال کې راورسېد چې د امریکا اقتصاد د له منځه تلو په حال کې دی. ټرامپ د خپلې بیا کامیابۍ لپاره پرځان باندې د خلکو راماتولو لپاره کوم څه نه لري، نو دغه د سولې تړون کولی شي چې ټرامپ ته یو ځل بیا په ټاکنو کې د بیا کامیابۍ لپاره چانس ورکړي. 

دا یو ډېر لوی جنایت دی چې هند له چین سره د کشمیر په یوه برخه باندې سخت جنجالونه روان کړي دي، خو پاکستاني چارواکي د دې پرځای چې اشغال شوي کشمیر ته ازادي ورکړي، په افغانستان کې د امریکایي ګټو د خوندي کولو لپاره هڅې کوي. پاکستاني چارواکي به هم د داسې یو طلایي چانس پښېماني نه کوي، چې یوازې یو ځل د ۱۹۶۲م څخه مخکې هم برابر شوی و.

له شک پرته چې د پاکستان دغه کفري سیاسي او نظامي رهبري سیسټم به هېڅکله هم د مسلمانانو د مقدسې خاورې (کشمیر) د ازادولو لپاره اقدام ونه کړي. یوازې د نبوت پر منهج راشده خلافت به داسې سیاسي او نظامي رهبري برابره کړي چې یوازې د الله سبحانه وتعالی امر ته به لبیک وایي. بیا به دغه خلافت له هندو دولت څخه د اشغال شوي کشمیر او له افغانستان څخه د نجسو امریکایي حضور د مخنیوي لپاره ورودانګي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: شهزاد شیخ

په پاکستان کې د حزب التحریر د رسمي ویاند مرستیال

 

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې